د پارلمان مشاهده
د فیفا موسسې یو له پروګرامونو څخه د پارلمان د مشاهدې پروګرام دی چې د خلکو پر مخ د پارلمان پرانیستي ساتلو، د پارلمان او استازو
په کړنو کې د روڼتیا او حساب ورکونې د رامنځ ته کولو په موخه د دغه بنسټ له فعالیتونو څخه د کره، عیني او تازه مشاهداتي رپوټونو چمتو کولو له
لارې پلی او پر مخ بېول کېږي

       English  دری  پښتو

پېښې

په بدخشان ولایت کې ولایتي غونډه (ټاون هال) جوړه شوه


د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) روان کال د وږي په ۸مه نېټه په بدخشان ولایت کې د امنیتي ستونزو او شته ننګونو په تېره بیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سره مبارزې لپاره د حل لارې موندلو او پلټلو په موخه یوه ولایتي غونډه جوړه کړه. دغه غونډه د بدخشان ولایت د چارواکو لکه د دغه ولایت سناتورې ګلالۍ اکبري او د مشرانو جرګې د منشي مرستیالې نجیبه حسیني، د بدخشان والي احمد فیصل بېګ، د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او د ولایتي شورا استازو او د دغه ولایت د ښځو او ځوانانو په ګډون جوړه شوه.

سناتورې ګلالۍ اکبري په خپلو خبرو کې وویل چې د بدخشان ولایت امنیتي ننګونې یې څو ځله د دولت چارواکو تر غوږو رسولي خو له ژمنو پرته تر اوسه هېڅ ګام نه دی پورته شوی. دې زیاته کړه چې موږ په پرلپسې توګه له دولت څخه د چاڼیزو عملیاتو غوښتنه کړې خو تر اوسه په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته شوی. (موږ پوه نشولو چې ولې حکومت په دې برخه کې غیرمسوولانه حرکت کوي موږ باید له دې زیات له دولت څخه کوم تمه ونه لرو بلکې باید یو بل سره لاسونه ورکړو او بدخشان لپاره په ګډه کار وکړو).

نوموړې په دغه ولایت کې د ښځو د ستونزو په هکله زیاته کړه:"زه یوه ښځه یم او کولای شم په دغه ولایت کې د ښځو ستونزې درک کړم. په دې ډول ښځې کولی شي خپلې ستونزې په ازادانه توګه له ما سره شریکې کړي ځکه زه تل تیاره یم چې خپلو افغان وروڼو او خویندو ته خدمت وکړم." دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې د منشي مرستیالې نجیبه حسیني په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل ترڅو خلک د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ګډه همکاري وکړي او د خلکو له همکارۍ پرته به د امنیت ټینګولو کار خورا ستونزمن او له ننګونې ډک وي.

بشپړ رپوټ

د بدخشان ولایت سناتوره ګلالۍ اکبري

د مشرانو جرګې د منشي مرستیاله نجیبه حسیني

د کاپي حق محفوظ دی ۱۳۹۵-۹۶                                                                           له موږ سره اړیکه: ۳۳۳۳-۴۵۷-۰۷۷                                                                              برېښنالیک: info@parliamentwatch.af