د پارلمان مشاهده
د فیفا موسسې یو له پروګرامونو څخه د پارلمان د مشاهدې پروګرام دی چې د خلکو پر مخ د پارلمان پرانیستي ساتلو، د پارلمان او استازو
په کړنو کې د روڼتیا او حساب ورکونې د رامنځ ته کولو په موخه د دغه بنسټ له فعالیتونو څخه د کره، عیني او تازه مشاهداتي رپوټونو چمتو کولو له
لارې پلی او پر مخ بېول کېږي

       English  دری  پښتو

Slider 1

مشرانو جرګې له فیفا ستاینه وکړه

مشرانو جرګې نن د فیفا موسسې د مشرتابه پلاوي او ځینو کارکوونکو څخه د پارلماني مشاهدې او ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د دغه بنسټ د فعالیتونو لپاره ستاینه وکړه. د مشرانو جرګې منشي ډاکټر محمدطیب عطا د پارلماني مشاهدې په برخه کې د فیفا له کړنو څخه په ستاینې وویل:"فیفا د تېرو څو کلونو په اوږدو کې تل د پارلمان له کړنو څخه خلک خبر کړي او له خلکو سره د اړیکې ټینګولو او کاري روڼتیا د کچې لوړولو په برخه کې یې له دغه بنسټ سره ډېره مرسته کړې ده." هغه همدارنګه وویل چې مشرانو جرګه د دغې موسسې فعالیتونو او هڅو ته د قدر په سترګه ګوري او هغه د ستاینې وړ بولي. د فیفا اجرایي مشر محمدیوسف رشید هم د ملي شورا د مشرانو جرګې څخه مننه وکړه او ویې ویل:"فیفا یو ملي بنسټ دی چې تل د خلکو په رایو باندې ولاړ بهیرونو او جوړښتونو د پیاوړتیا په برخه کې کار کوي." هغه وویل چې دوی تل له پارلمان سره همکار دي او هڅه کوي ترڅو د دغه بنسټ له مثبتو ټکو او لاسته راوړنو څخه خبر کړي.

Slider 1

په بامیانو ولایت کی غونډه (ټاون هال) ترسره شوه

په هغه غونډه کې چې د جمعې په ورځ د غویي په ۸مه په بامیانو کې د فیفا له لوري جوړه شوه، په ملي شورا او ولایتي شورا کې د دغه ولایت د وکیلانو په شتون کې د یاد ولایت ستونزې تر بحث او پلټنې لاندې ونیول شوې. د برېښنا نشتوالی، د سرکونو نه سفالټ، دغه ولایت ته د غځېدلو سرکونو په اوږدو کې ناامني او په دغه ولایت کې له بڼوالۍ څخه د دولت نه ملاتړ د دغه ولایت د اوسېدونکو له مهمو ستونزو څخه وې چې په دې غونډه کې یې په هکله بحث وشو. ښاغلي عبدالرحمان شهیداني د دغه ولایت د کیلانو په استازیتوب او ښاغلي اسدالله اسدي د دغه ولایت د ولایتي شورا په اسازیتوب په دغه پروګرام کې ګډون وکړ او د خپلو موکلینو ستونزو ته یې غوږ کېښود.

Slider 1

د فیفا مشاهداتي موندنې

د افغانستان دآزادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) په ۱۳۹۵ کال کې د پارلمان له مشاهدې څخه خپلی مشاهداتی موندنی د رسنیو په شتون کی د یوه ګردی میز له لاری خپری کړی

د فیفا د پارلماني مشاهدې د څانګې مسوول ډاکټر حسیب معترف وویل:"د افغانستان پارلمان د تېر کال په پرتله په ۱۳۹۵ کال کې د قانون جوړونې په برخه کې رغنده ګامونه پورته کړي؛ خو د استازیتوب او د خلکو د ستونزو د هواري په برخه کې یې کمزوری عمل کړی دی"

بشپړ رپوټ
Slider 1

د قوا تقابل– اغېزې او د هواري لارې په هکله ګردی مېز

فیفا موسسې روان کال د مرغومي په ۷مه نېټه په کابل ښار کې د پارلمان د غړو، سیاسي، ټولنیزو او مدني فعالینو، د پوهنتونونو استادانو، نخبه ګانو، ښځو او ځوانانو په ګډون (د قوا تقابل – کړنلارې او پایلې) په هکله یو ګردی مېز جوړ کړ

دا په داسې حال کې ده چې څه دپاسه یوه لسېزه کېږي چې د دولت د درېګونو قوو تر منځ په تېره بیا د اجرائیه قوې او مقننه قوې تر منځ تقابل شتون درلود

بشپړ رپوټ
Slider 1

له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي پر قانون بحث

د پارلمان له عمومي غونډو او د کمیسیونونو له غونډو د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د مشاهداتي پروګرامونو موندنې ښيي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د ۱۳۹۲ د غویي له ۲۸مې وروسته د ولسي جرګې د غړو تر منځ د نظر توپير له کبله له تصویب څخه پاتې شوی دی. او له څو کلونو راپدې خوا د ولسي جرګې د ښځو او مدني ټولنې د چارو کمیسیون کې پاتې دی. د فیفا د پارلماني مشاهداتو ډلې د ملي شورا د غړو، د پوهنتونونو د استادانو او د مدني ټولنې د استازو په شتون کې د ملي شورا او مدني بنسټونو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا غونډه جوړه کړه

بشپړ رپوټ
Slider 1

په یوولسم اجلاس کې د پارلمان د کړنو بشپړ رپوټ

فیفا موسسې په یوولسم اجلاس کې د پارلمان له کړنو څخه خپل شپږ میاشتنی مشاهداتي رپوټ (د ۱۳۹۴ کال د کب ۱۵مې څخه د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ تر ۳۱مې) خپور کړ

د هېواد پارلمان هره ورځ د فیفا د پارلماني ډلې له لوري مشاهده کېږي او کره رپوټونه لاس ته راوړي چې د هغو له مخې شپږ میاشتنی تفصیلي رپوټ چمتو او خپرېږي چې په یوه اجلاس کې د پارلمان له کړنو څخه بشپړ معلومات پکې وي

بشپړ رپوټ
Slider 1

په پکتیا ولایت کې ولایتي غونډې - ټاون هال

فیفا موسسې د خپلو ولایتي پروګرامونو په دوام کې د وکیل او موکل تر منځ د اړیکې د ټینګښت او د استازیتوب د رول په اړوند په ملي شورا کې د پکتیا ولایت د استازو، د ولایتي شورا د غړو او ځینو سیمه ایزو چارواکو، قومي مخورو، مدني فعالینو، ښځو او ځوانانو او محصلینو په ګډون یوه غونډه جوړه کړه. ترڅو په پکتیا کې د جدي ننګونو (روغتیایي ستونزې، د ښځینه ښوونکو کمښت) په هکله چې په دغه ولایت کې د خلکو د اساسي ستونزو په توګه په ګوته شوي، بحث وکړي او د هواري په برخه کې یې د خپلو ګامونو څخه خلکو (موکلینو) ته معلومات وړاندې کړي

بشپړ رپوټ
Slider 1

د پارلمان له غړو سره د محصلینو لیدنه

فیفا موسسې په ولسي جرګه کې د زابل ولایت د خلکو استازي ښاغلي قلات وال او په ولسي جرګه کې د پروان ولایت د خلکو استازې مېرمن ذکیه سنګین په ګډون د پارلمان د کړنو په هکله په البیروني پوهنتون کې له محصلینو سره یو پروګرام جوړ کړ

په پیل کې ښاغلي قلات وال د پارلمان اساسي دندې قانون جوړونه، د خلکو استازیتوب او د حکومت له کړنو څارنه وګڼلې

بشپړ رپوټ
« »